IQNA

د الاقصی جومات خطیب هم د وحشي اسراییلو به بمبارۍ کې شهید شو

8:28 - January 01, 2024
د خبر لمبر: 3488508
ایکنا- د الاقصی جومات خطیب او د دینی چارو او اوقافو پخوانی وزیر شیخ یوسف سلامه  پرون سهار د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله د المغازی کیمپ په بمبارۍ کې شهید شوی دی.

ایکنانیوز د فلسطین الوفا خبری آژآنس له قوله راپور راکړ، د الاقصی جومات  خطیب او د دینی چارو او اوقافو پخوانی وزیر شیخ یوسف سلامه  پرون سهار د غزې تړانګې په مرکز کې په الغازي کډوالو کیمپ کې د  هغه په کور د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  په هوائي حملې کې شهید شوی دی.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،د صهیونیسټي رژيم د وحشي پوځ جنګی الوتکو  د شیخ سلامه  کور په شیشت کې راوست  او ورباندې ئې توغندي وویشتل  چې  دهغه د شهادت او دهغه دکورنۍ دیوشمیر غړو د ټپي کیدا سبب شول.

په غزې تړاګې کې د فلسطین د  روغتیائي چارو زوارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، چې د صهیونیسټي رژیم  بوځ  په غزې تړانګې کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې ۱۲جنایتونه  او وژلې کړي  چې پکې کابو ۱۵۰بې څوکه  فلسطنیان شهیدان او ۲۸۶نور ټپيان شول.

همداراز په راپور کې وئيل شوي دي چې د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو پسې  په غزې کې د جنګ له هماغه پیله تر دې دمه د شهیدانو شمیر یویشت زره  اته سوه دوویشت تنو ته رسیدلی چې کابو اویا فیصدي قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي او دغه راز  په دغو جنایتونو کې  کابو شپږ پنځوس زره پنځه سوه نور ټپیان شوي  هم د ي.

المیادین  هم راپور ورکړی ، چې په غزې کې په الاقصی پوهنتون باندې په بمبارۍ کې هم ۲۰فلسطینیان شهیدان او ۴۸نور ټپیان شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4191054 

captcha