ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د ۲۰۲۴کال د روژې د مبارکې میاشتې تر پیلیدا بورې څه زیات وخت پاتې نه دی او د نجومي دمحاسباتو په اساس به د ۱۴۴۵ قمری کال د شعبان دمیاشتې ۲۹ د اتبار په ورځ د لمر په غورځيدا پسې به د میاشتې په لیدو سره د روژې د مبارکې میاشتې لومړي ورځ به د ۲۰۲۴کال د مارچ په یولسمه نیټې او د ۱۴۰۲ کال د اسفند میاشتې په ۲۱نیټې پیل شي.
زیاتره عربو او اسلامی هیوادونوکې خلک او حکومتونه د رمضان المبارک مبارکې میاشتې د لیدو لپاره پر نجومي ترویتونو باندې تکیه کوي څو په دې توګه ، د پيغمبراکرم په فرمایشاتو عمل وکړي.
تمه کیږي چې عرب هیوادونه له خپلو ښاریزو وغواړيو چې د روان کال درمضان المبارک میاشته دې د شعبان دمیاشتې په ۲۹نیټه مشاهده کړی ، په داسې حال کې چې د عربستان سترې محکمې د هلال کمیټې غونډه به د ریاض په شمال لویدیځ حوطمةالسدیر ښار کې ترسره شي او د رمضان المبارک د پاکې میاشتې دلیدو لپاره به له ترټولو ماډرنو آلو څخه په استفادې سره اقدام وکړي.
له شرعي او نجومې لارې د رمضان المبارک د پاکې میاشتې د لیدو تائيدیدا وروسته دغه موضوع دددینی ادارو د مسئولانو له خوا خلکو ته اعلانیږي ،څو په دېتوګه د روژې مبارکه میاشت پیل شي.
له بل پلوه ځیني اسلامی هیوادونه د رمضان د میاشتې د پیلیدا دنیټې دټاکلو لپاره پر نجومي محاسباتو تکیه کوي . په ترکیې ،کې د مذهبی چارو ریاست ، د مارچ لسمه نیټه ، چې د کب دمیاشتې له شلمې سره برابره ده د ۲۰۲۴کال د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ نیټه ټاکلې ده.
د نجومی اټکلونو په اساس دغه مبارکه میاشت به دیرش رځنۍ وي او د اپریل په لسمه نیټه به یعني دچارشنبې په ورخې د نیکمرغه کمکي اختر ورځ وي.