ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي انقلاب د بري د ۴۵مې کلیزې او د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو د ۷۷مې کلیزې او همداشان د سیمې په اوسنیو حالاتو او د سیمه ایزوبدلونونو او دفلسطین په خلاف د صهیونیسټي د رژیم جنایتونو دوام او په مینځنی ختیځ کښې دامریکا د کړکیچ رامینځته کولو ته په پام سره پاکستان ته د حسین امیرعبداللهیان سفر مهم دی او په هر ډول شرایطو کې د ایران او پاکستان ترمینځ د ورورولۍ نوی پړاو او د دواړو هیوادونو ګډو دښمنانو ته ښکاره پیغام ګڼل کیږي.
په پاکستان کې د ایران سفیر په اسلام آباد کی له ایرنا سره په مرکه کښې وویل: د دوو ملګرواو ګاونډیو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو د یوه بل له پلازمینې د لیدنې په دوام کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان به د دوشنبې په ورځ د یوه لوړرتبه سیاسي، پوځي او امنیتي پلاوی په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.
هغه ټینګار وکړ پاکستان ته د ایران د خارجه وزیر راتلونکی سفر دا ثابتوی چې ترهګر او د پردې تر شا دهغوی ملاتړی به هیڅکله ونکړې شي د دواړو ګاونډیو هیوادونو په ښو اړیکو کښې ګډوډی رامینځته کړی.
اسلام اباد ته د امیر عبداللهیان د سفر په څنډه کې د ایران او پاکستان سفیران هم په اسلام اباد او تهران کې د خپلو ډیپلوماتیکو ماموریتونو د بیا پیلولو په موخه ځای پر ځای شويدي او د دواړو ګاونډیانو په اړیکو کې د مثبت پرمختګ په یوه بل پړاو کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلی سید ابراهیم رییسي ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
ښاغلی رئیسي د پاکستان له نوي سفیر سره د کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر وړاندې له هر ډول فضا جوړونې سره جدي مقابله، په ګډو پولو کې د ناامنیو مخنیوی او د ایران او پاکستان په پولو کې له سوداګریزو او اقتصادي فرصتونو ګټه اخیستنه هغه څه وو چې د پاکستان له نوي سفیر سره یې په خبرو کې پرې ټینګار وکړ.
په ایران کښې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو هم د دواړو هیوادونو د اړیکو په اداره کولو کښې د ښاغلی رئیسی د اغیزمن او الهام بخښونکی رول ستاینه وکړه او د سیمې د هیوادونو ترمینځ د هماهنګۍ او همپالنې په رامینځته کولو کښې یې د ایران د ولسمشر د روښانه لارې نقشې هرکلی وکړ.
له وروستیو سرحدي پیښو د تیریدا لپاره د ایران او پاکستان دچارواکو هوښیار مدیریت ، د ډیپلوماسۍ له لارې د ګډو ننګونو، په تېره بیا د تر هه ګرۍ له ناوړه ښکارندی سره د مقابلې لپاره د هغوی هوډ او د هر اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د یوې نوې لارې نقشې چمتو کول، پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر د سفر له نورو هدفونو دي.
څرنګه چې د ترهگرۍ ښکارنده د ایران او پاکستان په څیر د ګاونډیو او نږدې هیوادونو د ژورو اړیکو د له منځه وړلو په لټه کې ده، نو د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو د غونډو په ترڅ کې د پیاوړې ډیپلوماسۍ دوام په دې برخه کې د ګډو دښمنانو د حرکتونو د مخنیوي لپاره یو ګام بلل کیږي.
په همدې اړه د پاکستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال جنرال اصف یاسین ملک په اسلام آباد کې له ایرنا سره په مرکه کښې وویل: د وروستیو پیښو مدیریت د ایران او پاکستان ګډ دښمنان تر بل هر وخت زیات نا امیده کړی دی. او مونږ ه دې نتیجې ته رسیږو چې دواړه ګاونډي هیوادونه په کلکه د ترهه ګرۍ له ګواښ سره مخ دي چې د دوی د بدغواړو لخوا کنټرولیږي.
هغه اسلام اباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه سفر زمونږ د ورورګلوۍ په اړیکو کښې د یو نوی پړاو پیلامه ده او دا ثابتوی چې ایران او پاکستان د یو بل په مرستې سره د ټولو مسائلو د حل او له سختو چیلنجونو سره د مقابلې توان لری.
په ایران کښې د پاکستان پخوانی سفیر شمشاد احمد خان هم له ایرنا سره په مرکه کښې اسلام آباد ته د امیر عبداللهیان سفر د دواړو هیوادونو ترمینځ د مسائلو د حل لپاره د پیاوړې ډیپلوماسۍ د دوام په توګه وباله.
هغه وویل په ګډو پولو کې دامنیت په باره کښې د تهران اندیښنې روا دی خو مونږ باید په دې پوه شو چې زمونږ ګډ دښمنان د اختلافاتو د اور اچولو او د دواړو هیوادونو د ژورو اړیکو د خرابولو لپاره د سرحدی امنیت د خرابولو پروژې د پرمخ بیولو په لټه کښې دی.
د اسلام آباد د قائداعظم پوهنتون د دفاعي او ستراتیژیکو مطالعاتو د پوهنځي استادې او مشرې میرمن شبانه فیاض هم ایرنا ته وویل: فعاله ډیپلوماسۍ نن سبا د دواړو هیوادونو ضرورت دی. اسلام اباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر د دواړو خواوو د محتاطانه فکر ښودنه کوي چې له مخې یې خبرې اترې د دوه اړخیزو اړیکو د راتلونکي پړاو د ټاکلو لپاره تر ټولو غوره لار ګڼل کیږي.
هغه ایران او پاکستان په دوو بدنونو کښې یو روح وباله او ویې ویل: د دواړو خواو د روڼتیا او ژمنتیا په څنګ کښې په ځان بسیا کیدل د اوږدمهاله ګډو ګټو پراساس د غوره امنیتی ملګرتیاو د رامینځته کولو لپاره یو مهم عامل دی ځکه چې هم پاکستان او هم ایران د تاوتریخوالی په وضعیت کی نشی راتللې.
د ښاغلی رئیسی د ولسی حکومت د « لومړی ګاونډیانو » سیاست سره د پاکستان د سیاستوالو د ملګرتیا په پام کې نیولو سره، د دواړو ګاونډیو هیوادونو د لوړ رتبه چارواکو پرله پسې کتنې او د هغوی ترمینځ د مسائلو بیا کتنه به د هراړخیزې ملګرتیا او د سیمه ایزې سولې او ثبات او همغږي د ودې لپاره د دواړو هیوادونو مهم ځای تثبیت اود مهمو نړیوالو مسلو په اړه له غږملتیا سره مرسته وکړي.