د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دایمي سیکرټریټ مشر محمد مهدي عزیززاده ایکنانیوز سره په خبرو کې دنوروز اختر یعني د نوي لمریز کال د پیل په چټیانو کې (د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ ورځې څخه تر څوارلسمې نیټې پورې) د ترسره کیدا د وخت د ټاکلو د دلیلونو په باب ووئيل، دغه وخت د نندارتون په سیکرټریټ کې له ارزونې وروسته ، د سیاست جوړونې د شورا په غونډې کې وړاندیز او په شورا کې تصویب شو.
هغه ددغې ټاکنې د ځانګړنو په باب ووئيل، نندارتون باید د روژې په مبارکې میاشتې کې په یوه وخت کې ترسره شي.همداراز د روان کال د کب د میاشتې تر ۲۵نیټې پورې د تهران د امام خمینی عیدګاه د جمعې لمانځه د اقامې د کمیټې په اختیار کې ده،نو له دغې نیټې تر مخکې پورې،د ارشادوزارت ته د عیدګاه د سپارلو امکان نشته.
عزیززاده ددې خبرې په کولو سره چې په امم خمیني عیدګاه کې د قرآن د نندارتون ترسره کیدا د کلتور او اسلامی ارشاد دوزارت لپاره موضوعیّت لري، ووئيل، د قرآني فعالیتونو دموضوع او د مصلی دټولګې ترمینځ دکلتوري تناسب په دلیل،په دغه ځاي کې په ترسره کیدا ټینګار دی ،ددې په ترڅ کې چې په تهران ښار کې د نندارتون دترسره کیدا ترټولو ښه ځاي عید ګاه ته د لاس رسي موقعیّت دی.
له بل پلوه په دې دلیل چې د حضرت امام خمینی عیدګاه د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر دلمانځه کوربه ده، نوځکه باید د روژې دمبارکې میاشتې تر ۲۶پورې عیدګاه د لمانځه دترسره کونکي کمیټې ته وسپارل شي. نو ددغه نندارتون د ترسره کیدا لپاره له دغه وخت پرته بله ټاکنه مو نه درلوده.
د قرآن دنړیوال نندارتون د سیکرټریټ مشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ښه نه ده سږکال د قرآن نندارتون د شعبان دمیاشتې په وروستیو او د رمضان په لومړیو شپو ورځو کې ترسره کیدلی؟، ووئيل، په تیرو دیرشو کلونو کې تل د قرآن د نندارتون دترسره کیدا وخت د روژې مبارکه میاشت ده ، نواتفاقا سږکال به نوي تجروبه هم ولرو. هغه ووئيل، تیر کال هم د قرآن نندارتون د نوروز دچټيانو په وروستیو دوو ورځو کې پیل شو او خلکو ئې ښه هرکلی کړی ؤ. دې ته په پام سره چې د روژې مبارکه میاشت ده ، معموملا روژتیان په مسافرت نه ځي.
https://iqna.ir/fa/news/4197600