ایکنانیوز راپور راکړ، د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآن کریم د سیالیو اتم پړاؤ خبری کنفرانس، د سلواغې په ۲۴نیټه د ښونې اوروزنې وزارت د غونډو په ودانۍ کې شوی دی.
د ایران د ښونې او رونې د وزارت د کلتوري او روزنیزو چارو مرستیال حجةالاسلام محمد حسین پورثاني د شعبانیه اخترونو په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره په دغې ناستې کې وئيلي دي،د قرآن کریم په سیالیو کې دوه زره دوه سوه پنځوسو زده کونکو برخه اخستې ده او دا د هیواد ترټولو لوئې سیالۍ دي. د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآن دغه نړیوالې سیالۍ د سړیو او زلمیانو په دوو برخو کې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې په دوو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي. ددغو سیالیو مقدماتي مرحلې کې د نورو هیوادونو ۷۰زده کونکو ګډون کړی ؤ چې له هغوي نهائي مرحلې ته ۳۰ زده کونکي رسیدلي دي.
د ښونې او روزنې د وزارت د غه مسئول مقام ووئيل، ددغو سیالیو روده داسې ده، له دې وروسته چې یو سړی قاري قرآئت وکړي، نو بیا یو زده کونکی به سیالي وکړي. سیالۍ د هلکانو او انجونو په سویه د حفظ او قرائت په دوو برخو کې ترسره کیږي. هغه روښانه کړه ،د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د هر هیواد ونډه څلور کسان دي. له ایران پرته د نړۍ له نورو هیوادونو څخه تقریبا دیرش زده کونکي پخپلو کې سره سیالي کوي. او ددغو سیالیو د قضاؤت لپاره لس بهرني قاضیان یا داوران شتون لري، چې په هغو کې هم میرمنې او هم سړي دی، چې عراق،سورئې، بحرین ،کویت ،انډونیشیا،افغانستان،بنګله دیش او لبنان څخه دي او دغه راز دیرش زده کونکي هم له فغانستان،یوګینډا، بنګله دیش ،پاکستان ،ترکیې ،تیونس ،سنګال، عراق ،عمان ،ګیمبیا ،ملایشیا ،نیجریه اونیوزیلینډ پنځلسو هیوادونو څخه دي.
د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ د زده کونکو د رسمي سیالیو یوازینی ترسره کونکی هیواد دی .