ایکنانیوز د جی نیوز له قوله راپور راکړ، دعربستان یوه حکومتي چارواکي ووئيل،سږکال د روژې په مبارکې میاشتې کې د دغه جومات داعتکاف په دستورو کې کابو شپږ زره کسان ګډون کولی شي.
د جومات د تولیّت سلاکار او د ارشاد دبرخې مشر عبدالمحسن الغامدي په یولړڅرګندونو کې ووئيل، دغه شمیر دتیر کال په نسبت په سلو کې سل زیاتوالی ښئ.
الغامدي زیاته کړې ده، میرمنو ته هم د اعتکاف له ونډې زر تنه برخه بیله شوې ده.
د هغه په وینا،سږکال دمجسد الحرام درې پوړه،د اعتکاف په دستورو کې ګډون کونکوته بیّله شوي دي.
اعتکاف معمولا د روژې دمبارکې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې ترسره کیږي.
د مسجد الحرام په اعتکاف دستورو کې د ګډون لپاره دنامو ثبتول ، د روژې دمبارکې میاشتې له اوه مې ورځې پيل شوي دي او د ظرفیّت تر بشپړتیا پورې به دوام ولري.