IQNA

په مسجد الحرام کې په نابیناؤ حاجیانو کې بریل قرآن کریم وویشل شول

7:30 - July 10, 2023
د خبر لمبر: 3487605
ایکنا-(مکه شریفه) د مسجدالحرام او مسجد النبی  د چارو تولیت  د قرآني امورو ادارې د ؛مبصرون؛ نومې پلان  په دوام کې په نابیناؤ  حاجیانو کې هم د بریل قرآن نسخو د ویشلو خبر ورکړ.

ایکنا د مکه نیوز له قوله راپور راکړ، د مسجد النبی  او مسجد الحرام د  تولیت  د قرآنی چارو  ادارې مدیر سعد الندوي  په دې باب ووئيل، په نابیناؤ حاجیانو کې د قرآن کریم ویشل د خدای د کور  دمیلمنو په وړاندې په خدمت کې او د قرآن کریم په تلاؤت کې له دوي سره د مرستې په لړ کې  یو تر ټولو مهم پروګرام دی.

هغه زیاته کړهع دغه اداره به  د خداي د کور میلمنو ته د قرآن کریم د مختلفو ډولونو  ډالۍ کولو ته د دوي دترټولو ښه خدمت  دوړاندې کولو په موخې سره دوام ورکړي.

ددغه راپور په اساس د مسجد الحرام اومسجد النبی  د چارو د تولیت د میرمنو د فکري او معرفتی  مرستو د  ا دارې  د میرمنو د فکري امنیت او اعتدال  میانه رو ادارې  هم ، د مسجد الحرام دسعودي پراختیا د پلان په دریمې برخې کې په یوه نندارتون کې  دمیرمنو دمعرفتي  پوهې د بډایولو په خاطر ؛ میانه رو ملت؛  په نامې سره سیال هم ترسره کړي دي .

د وئيلو ده چې تر دې دمه  دمسجد الحرام په نابیناؤ حاجیانو کې ډير زیات بریل قرآنونه  ویشل شوي دي او د مسجد الحرام د قرآني او کتابونو د چارو   اداره د خداي دکور حاجیانو په لاس رسي کې د قرآن د ورکولو او د قرآن دترجمې ته د دوي  لاس رسي ته ډير پام کول خپله دنده ګڼي.

https://iqna.ir/fa/news/4153636

 

captcha