IQNA

قرآنی شخصّیتونه/5

د قابیل له خوا د انسان د تاریخ ترټولو لومړنی جنایت

6:43 - August 21, 2022
د خبر لمبر: 3486123
ایکنا-(تهران) قابیل یا قایییل، د حضرت آدم او حوا لومړي بچی دی، هغه  له خپل ورور هابیل سره هیڅ مشکل او اختلاف نه درلود، خو غرور او کینه لامل شوه ، د وروروژنې  لومړنی او د تاریخ لومړنی قتل  دهغه په نامې سره ثبت شی .

د قابیل له خوا د انسان د تاریخ ترټولو لومړنی جنایتقابیل د حضرت ادم د لومړنی بجي نامه ده.د قابیل نامه تل د هغه د وړوکي ورور هابیل ترڅنګ راغلی او له یوه بل سره د دوي برخلیک غوټه خوړلې ده. دهغه څه په اساس چې  په آسماني کتابونو اوروایتونو کې راغلی دي،قابیل یو زمیندار ؤ،خو  دخپلې کینې او غرور له امله ئې یوه داسې ستره ګناه وکړه چې  دهغه د شړل کیدا او لالهانده کیدا سبب شوه.

د  قابیل نامه ّه قرآن کریم کي نه ده راغلي  او د خپل ورور ترڅنګ د  «إبنی آدم»  په توګه هغه یاد شوی دی:  «وَاتْلُ عَلَیهِمْ نَبَأَ ابْنَی آدَمَ بِالْحَق:  او د آدم د  دوو بچیانو کیسه  په سمه  دوي ته ولوله(د مائده سورې -۲۷آیت)  

په قرآن کریم کې د مائده سورې له ۲۷تر ۳۱پورې په آیتونو کې د هابیل او قابیل کیسه بیان شوې ده.آیتونه دغه ټکي ته اشاره کوي چې لومړنی الهی پیغمبر آدم علیه السلام، د خداي له خوا مامور کیږي،؛هابیل؛  خپل جانشین وټاکي. خو د هغه د مشر ورور په توګه قابیل دا مسئله نه مني او ټاکل کیږي هر دواړه  هرڅه چې لري دخداي لپاره ئې قرباني کړي . خداوندمتعال   دقابیل قرباني ردوي . په دغه پیښې سره د قابیل په زړه کې د  غرور او کینې اور لمبې پورته کیږي او  دا یو پیل کیږي په تاریخ کې  د لومړنۍ ورور وژنې او لومړي قتل  لپاره .

قابیل چې له هابیل سره  په سیالۍ کې ځان ناکام ویني ،نو فیصله کي چې خپل ورور ووژني،هغه دا فیصله د نفس د باغي کیدا او سرکشۍ له امله کوي. «فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِیهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ: سرکش نفس هغه سوکه سوکه د ورور وژلو ته هوډ من کړ،او هغه ئې وواژۀ او له تاوان موندونکو څخه شو:::     (د مائده سورې -۳۰آیت

د قابیل د قضیې یوه برخه له اسلامه د مخکې دینونو په مقدسو کتابونو کې هم بیان شوی ده .هغه چې  په مقدس کتاب کې ؛قایین ؛نومیږي ، دخپلې مځکې له محصول (غنم) خداوندمتعال ته ډالی وړاندې کوي،خو  خدای تعالی ئې نه قبلوي،بیا  خپل ورور صحرا ته کاږي او هغه وژني .

که څه هم په ځينو روایتونو کې ،د هابیل په باب د قابیل حسادت او کینې ته  له عاشقانه قضیې سره ارتباط ورکړل شوی دی،خو  هغه څه چې په آسماني کتابتونو کې راغلی دي،د الهي پیغمبر،یعني د آدم علیه السلام  د جانشین او غوره شوي په توګه دهابیل ټاکل کیدل،د قابیل کینه راپارولې ده.

 دقابیل  دبرخلیک په باب مختلف راپورونه ذکر شوي دي ،هغه څه چې مسلم دي ، قابیل له دې وروسته چې  هابیل وژني، دسزا لپاره له  خپل ټاټوبی شړل کیږی او نوره کرونده یا زمینداره نشي کولیږ  تاریخ لیکونکي باؤري دي  د قابیل لمسي او کورنۍ د هغو ګناهانو په خاطر چې ئې کړي وې ،د نوح په طوفان کې غرق شوي او دهغوي نسل  له مینځه تللی دی .

captcha