IQNA

قرآني شخصّیتونه/8

حضرت ادریس؛هغه پیغمبر چې دعلومو سرچینه وه

16:12 - September 13, 2022
د خبر لمبر: 3486216
ایکنا-(تهران) لومړی هغه کس چې خوشخطی ئې کړط او هغه لومړنی کس چې په قلم سره ئې لیکلي،هغه پيغمبر ؤ چې ادریس علیه السلام نومیږي. هغه چې عالم ،معلم او متفکر ؤ،د هغې پوهې او علم په واسطه چې د خداوندمتعال له خوا ئې ترلاسه کړی ؤ،د ډيرو علومو ایجادونکی پيژندل کیږي.

حضرت ادریس نبی،له هغو 25 پیغمبرانو یو دی چې خداي تعالی ئې نامه په قرآن کریم کې راوړې ده.په پنځو پيړیو او واسطوسره حضرت آدم علیه السلام ته رسیږي او د هغه دپلار نامه ؛یرذبن مهالیل؛ بلل شوې ده.

همداراز هغه د حضرت نوح علیه السلام نیکۀ بلل شوی دی.

  د تاریخي کتابونو دلیکنو په اساس،د قابیل بچیانو او لمسیانو په بابل کې ژوند کوۀ چې مشرک او بت پرست وو او نا خوښ عملونه ئې کول. په دې دلیل چې  دبابل لازیات خلکو له ادریس پيغمبره پيروي نه کوله ،هغه فیصله وکړه له هغو کسانو سره چې  په هغه ئې ایمان راوړی دی، کوچ وکړي او یوه بل ټاټوبی ته لاړ شي. دوی له بابله له وتلو وروسته د مصر ټاټوبی او نیل سین  ته لاړل. ادریس پیغمبرپه نوي ځاي کې خلکو ته ددینی تعلیماتو پر ورزده کولو سربیره، دښاریزونو دجوړولو لپاره د نقشو جوړول ،دمدنیّت سیاست  او دهغو قواعد  او آداب ورزده کړل.

ادریس ډير لوي متفکر ؤ  او زیاتره به ئې چپتیا غوره  کوله او دتلو په وخت ئې سر کښته ؤ.  هغه د ډيرو علومو اومتنونو موسیس اوایجادونکی دی. دهغه کار تدریس ؤ،دنجومو او حساب علم  ئې خلکو ته ورزده کوۀ،هغه دیونان پشمول دنړۍ په مختلفو سیمو کې دحکمت علم خور کړاو  دیونان عالمانو له هغه علم زده کړ. هغه په یونانیانو کې  په طرسمین او آرمس مشهور دی  او عربان هغه هرمس  او ؛المثلث بانعمه ؛ ګڼي.  د هرمس معنا، عطارد ده او د ؛المثلث بالنعمه؛  معنا هم ؛حکمت،حکومت او نبوت ده ،یعني خداوند تعالی  ادریس ته درې ستر نعمتونه ورکړي دي.

د پيغمبر اکرم څخه په یوه  روایت کې نقل شوي دي چې فرمائي؛هغه لومړنی کس چې په قلم سره ئې ولیکل ادریس ؤ::

هغه همداراز هغه کس ؤ چې قالی ئې جوړول  اوخطاط ؤ . له هغه مخکې  خلکو دحیواناتو پوستکي اغوستل.

په قرآن کریم کې دوه ځله(دانبیاءسورې،۸۵ آيت او دمریّم سورې ۵۶آیت) یاد شوی چې د یوه صدیق،صابر،صالح،د لوړ منزلت لرونکی پيغمبر په توګه  معرفي شوی او په الهی رحمت کې د هغه د داخلیدا خبر ورکوي.

د ادریس د عمر دپاي یا ددهغه دکار دپاي په باب پرمځکې کې ځینی اختلافات شته دي.په ځينو روایتونو کې راغلي دي چې ادریس له خپلو خاصو یارانو سره چې اوه کسان وو،په الهی عبادت بوخت شوتر هغه وخته چې خداي تعالی د ادریس روح لوړ مقام ته بوتۀ.

ځینی نور د ادریس دزوکړې ځاي په مصرکې ؛منف؛ په نامې سره یوه سیمه  ګڼي او ځيني نور وائي، په بابل کې زیږیدلی دی.کله ادریس لوي شو، خداوندمتعال هغه د پیغمبر په توګه وټاکۀ. هغه په تورات کې ؛ اخنوخ ؛ بلل شوی دی.

captcha