IQNA

قرآني شخصیتونه/21

د صبر له نسله یو پيغمبر

8:37 - December 20, 2022
د خبر لمبر: 3486627
ایکنا-(تهران)ډیری انسانان د سختیانو زغم نه لري،التبه هغه سختیانې چې د خداوندمتعال له خوا پر انسان  راځي ،په دنیائي موقعیَتونو کې د انسانانو د امتحان او آزموینې لپاره دي او ممکنه ده زغمل ئې د هر یوه انسان لپاره آسان نه وي. په دې زمینې کې ایوب پیغمبریوه بیلګه کیدلی شي.څوک چې په ترټولوسختو شرائطو کې چې ئې خیال کیدلی شي، دخدای تعالی شکر کاوه.

حضرت ایوب یو الهي پيغمبر دی.نسب ئې د پلار له پلوه په څلورمې یا پنځمې وسیلې سره حضرت ابراهیم(ع) ته رسیږي.دهغه مور هم دحضرت لوط علیه السلام لمسئ  وه.د هغه دماندنې په باب  ههم وئيل شوي دي چېد یوسف یا د یعقوب لور وه.

حضرت ایوب د شام په ټاټوبی کې ژوند کوه او د بنی اسرائيلو  قوم ئې تر اولسو کلونو پورې دخدای وحدانیّت ته باله، خو  له درو کسانو پرته پر هغه چا ایمان رانه وړ.

خداوندمتعال حضرت ایوب ته ډير نعمتونه ورکړل او ایوب تل دخداي تعالی شکر اداکوه.شیطان د ایوب له شکر کونې سره کینه او حسد وکړ او له خدایه ئې وغوښتل د ایوب پر اولاد او مال هغه مسلط کړي ځکه چې باؤری وو ،که ایوب الهی نعمتونه له لاسه ورکړي،نو بیا دخداي شکر نه کوي. خداوندمتعال شیطان د ایوب پر شتمنیو او مال باندې مسلط کړ، څه وخت نه ؤ تیر چې ایوب هرڅه چې  درلودل  له لاسه ئې ورکړل. وروسته ابلیس د ایوب پر بدن پوو وکړ او هغه ناروغه شو،خو ایوب هماغه شان شکر ګزار ؤ دخداوندمتعال.له دې وروسته چې ایوب  د الهي امتحان  سختې مرحلې تیرې کړې، خداي تعالی یوه فرښتې په وسیله  د ایوب د پيښو په وړاندې یوه چینه  جاری کړه څو ایوب د خپل ځان په وینځلو سره  له خپل بدنه ټول زخمونه او ناروغۍ وباسي.

ځیني د  قرآن کریم د ص سورې د یو څلویښتم آیت په  استناد سره چې فرمائي؛  «واذْکُرْ عَبْدَنَا أَیُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ: ؛ او زمابنده  ایوب یاد کړه هغه وخت چې خپل پروردګار ته ئې فریاد وکړ،چې شیطان زه په عذاب او کړاؤ کې ښکیل کړی یم:: ځینو د حضرت ایوب په نبوت او پاکوالی کې ئې شک رامینځةکړی دی ځکه چې باؤری دي ایوب  له شیطان سره دارتباط له امله په عذاب او کړاؤ کې ګرفتار شوی او د شیطان اغیزې له پاک شونې سره غږمله نه دي.دهغو په ځواب کې وئيل شوی دی چې شیطان د ایوب پر بدن، شتمنۍ او اولاد باندې اغیزې شیندلي دي،نه د ایوب پر ذات او نفس.

  د ایوب نامه په قرآن کریم کې څلور ځله راغلې ده ،یعني په انعام، نساء،انبیاء اوصاد سورو کې د هغه نامه ذکر شوې ده. په دغوآیتونو کې د ایوب  پلار نیکه، د ایوب نبوت، دخداوندمتعال له خوا دهغه د دعا قبلیدا او له سختیانو او ناروغۍ څخه د  هغه ژغورل کیدا ته اشاره شوې ده.

د عتیق  په عهد کې حضرت ایوب ته له نهه دیرشو کتابونو څخه یو مخصوص شوی او دهغه کیسه دهغې کیسې په شان چې په قرآن کې راغلې ده ،ذکر شوې ده. یوازینۍ فرق ئې دادی چې د قرآن په اپوټه چې هغه  ئې صابر معرفي کړی، د سختیانو او ناشکرئ په وړاندې دایوب دبې صبرئ ښودنه کوي.

وئيل شوي دي ،ایوب دوه سوه کاله عمر وکړ چې  له هغو اولس یا اتلس کلونه  ئې په کړاؤ او نا روغۍ کې تیر کړي دي  او دهغې  چینې ترڅنګ چې په اوبو سره ئې شفا موندلې،دفن شوی دی.د هغه د دفن کیدا دځای په باب دقیق اطلاعات  نشته.په عین حال کې د عراق،لبنان،فلسطین اوعمان په څير په مختلفو هیوادونو کې ځیني مقبرې له هغه سره منصوبې دي . 

captcha