IQNA

قرآنی شخصیّتونه/6

هابیل، یو غوره انسان چې د حسادت او کینې قرباني شو

17:53 - August 29, 2022
د خبر لمبر: 3486156
ایکنا-(تهران) د قابیل او  هابیل کیسنه د تاریخ  د لومړنیو وروڼو یوه عبرته ډکه کیسه ده چې پخپلو کې ئې له یوه بل سره هیڅ مشکل نه درلود،البته  ناڅاپي د اختلاف او کینې او حسادت د اور لمبې پورته شوې  چې دتاریخ لومړنی قتل وشو  او د  هابیل نامه دتاریخ  دلومړني مظلوم او د لومړني وژل شوي  په توګه  ثبت شوه.

هابیل د حضرت آدم او حوا دوهم زوی دی.دهابیل نامه په قرآن کریم کې نه ده راغلې وخو اسلامی روایتونو او همداراز نورو آسماني کتابونو په همدې نامې سره یاد کړی دی . له قابیل اوهابیل سرهاړونده پيښئې هم د پيښو له  نظره یوشان دي ،خو دجزیاتو په بیان کې ځيني اختلافات لیدل کیږي. دهغه څه په اساس چې  په دغو سرچینو کې راغلي دي ، پلار فیصله کوي، هابیل  چې له قابیله لا غوره او ښه دی ،د خپل جانشین په توګه  معرفي کړي ،همدا موضوع د قابیل کینه راپاروي  او  او د ورور وژلې لپاره یوه پلمه ګرځي.  

هابیل  یو تقوادار  او عابد کس ؤ او په همدې دلیل  د پلار له خوا  او دخداوندمتعال په فرمان سره ، دحضرت ادم علیه السلام جانشین شو. خو  د قابیل داعتراض په دلیل، د دوي دواړو ترمینځ سیالی وشوه چې په اساس ئې  هریوه  هغه محصولات چې ئې درلودل ،دخداي په لاره کې قرباني  کول.  هابیل چې مالونه او ډنګر ئې ساتل ، یو تر ټولو غوره او غوښه ور پسۀ ئې قرباني کړ، دهغه قرباني قبوله شوه  او دهغه جانشیني  هم تائيدیږي. قابیل ماته خوري  چې هابیل او په ماتې پسې قسم  خوري چې هابیل به قتل کړي .

په قرآن کریم کې راغلی دي ، «لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ؛ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ:     که خپل لاس د ماپه لور اوږد کړې،څو ومې وژنې، نو زه د تاپه لور لاس نه اوږدوم  څو تا ووژنم ،ځکه چې زه د نړیوالو له پروردګار خداوند څځه ویریږم، زه غواړم  ته د ماپه ګناه او پخپلې ګناه (د خداي وآخواته )وګرځې او په نتیجې کې او جهنمي شې  او دا دی د ستمګرانو سزا(د مائدې سورې ۲۸ او ۲۹ آ یتونه)

 په عین حال کې  قابیل خپله نقشه عملی کوي او هابیل په یوه هغه ګوزار سره چې دهغه په سر ئې کوي،وژني .

ځینو سرچینو  وئیلي دي ، دغه پیښه  له مکې سره نزدې د حراء په شاوخوا کې شوې ده او ځيني نوره سرچینې هم  باؤري دی چې د هابیل دقتل ځاي  قاسیون غر دی ،  چې  دسورئې له دمشق ښار سره نزدې یو ستر غر دی .  

captcha